کندهارکې د ښوونکو نړيواله ورځ ولمانځل شول

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۸ - ۱۰:۶
کندهارکې د ښوونکو نړيواله ورځ ولمانځل شول

د پوهنې وزارت_کندهار: د ښوونکو نړیواله ورځ د کندهار ولایت مقام او د پوهني ریاست له لوري په شاندارو مراسمو سره د ولایت د مقام د غازی امان الله خان په تالار کې ولمانځل شول.
په یاده لمانځغونده کې د کندهار د والي حیات الله حیات ترڅنګ مرستیال والي عبدالحنان منیب، د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکریزوال، د پوهني رئیس استاد محب احمد روښان، د کندهار پوهنتون استادانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو په سلګونو نارینه او ښځینه ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی و.
په پیل کې د پوهني ریاست د نشراتو د مدیر نظرمحمد صمیمي لخوا د پوهني د وزیر دکتر محمد میرویس بلخي هغه پیغام چي د یادی ورځي په مناسبت یې رالیږلی و ولوستل شو .
ورپسې د پوهني رئیس استاد محب احمد روښان د خپلي وينا په ترڅ کي ګرانو ښوونکو ته د خپلي ورځي د مبارکي ترڅنګ وويل چې ښوونه او روزنه د ټولنې د اصلاح اصل دي ده زياته کړه، چي د معلم نړيواله ورځ په حقيقت کې د معلم و مقام ته درناوی دی، نوموړي وويل معلم زموږ په ژوند کې يو با ارزښته شخصيت دی، چې تل کوشش کوي خپله باارزښته دنده په ښه شان سرته ورسوي.
همدارنګه د کندهار والي حیات الله حیات ټولو ګډونوالو او د ښوونځيو ښوونکو ته د ښوونکي د نړيوالي ورځي مبارکي وويل او د ښوونکي دنده يې يوه مقدسه او پاکه دنده وبلل.ښاغلي حیات وويل د ښوونکي لارښووني نه يوازي تر ښوونځی پوري محدودي دي بلکي په هره برخه کي زده کوونکي د ښوونکي لارښوونو ته اړتيا لري او په وينا یې ، همدا ښوونکي دي ، چي په هر کونج و کنار کي انسانان له بديو څخه راګرځوي او د ښېګڼو نصيحت ورته کوي د ښاغلي حیات په وينا د ښوونکي نړيواله ورځ په داسي حال کي لمانځل کيږي چي لا هم په دغه ولايت کي د دوى پر وړاندي ستونزي موجودي دي.
ورپسې د ولايتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکریزوال خبري وکړې نوموړي هم په وار سره ښوونکو ته د دوی د ورځي مبارکي وويل او د ښوونکو د هغه ستونزو د حل غوښته یې وکړل کوم چي په اوس وخت کي ښوونکي ورسره لاس او ګریوان دي.
د ښوونکو په استازیتوب د مشرقي لېسې ښوونکي محمد ظاهر خبري وکړې نوموړي لومړی و ټولو ښوونکو ته د ښوونکي د ورځي مبارکي وويل وروسته يې ټولي هغه ستونزي چي فعلآ ښوونکي ورسره لاس او ګريوان دي بيان کړې او په اړوند برخه کي یې د حل غوښتنه وکړل دغه راز یې له ښوونکو څخه وغوښتل ، چي پخپله پاکه دنده کي صادق او رښتني اووسي . په غونډه کي د تنکيو ماشومانو لخوا هم د ښوونکي په وياړ ترتيب سوي ترانې او مقالې وويل شوې .
دمراسموپه پای کې د کندهار والي او پوهنې ریس له لورې پر وړښوونکو د ولسمشرې ماڼې او پوهنې وزارت له لورې دښوونکې دنړیوالې ورځې په ویاړ رااستول شوې تقدیر نامې وویشل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS