په ننګرهار کې زده کوونکو ته د کولمو چنجیو د ګولیو د ویش کمپاین پیل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۶ - ۹:۵۶
په ننګرهار کې زده کوونکو ته د کولمو چنجیو د ګولیو د ویش کمپاین پیل شو

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست اړوند د نجونو په ښوونځیو کې زده کوونکو ته د کولمو چنجیو د له منځه وړلو درمل ورکولو کمپاین پیل شو.
یاد کمپاین د پوهنې وزارت په لارښوونه د یونیسف موسسې په مالي مرسته پیل شو،چې دوه اوونۍ به دوام وکړي.
ددغه کمپاین دپرانستې په مراسمو کې چې د ننګرهار د مرکز اړوند د بي بي زینب په عالي لېسه کې جوړ شوي و، لومړی د ننګرهار دعامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر سهاک د البندازول یا چینجیو ګولیو پر ګټو خبرې وکړې او هغه یی د نجونو لپاره خورا ګټورې وبللی. ډاکتر سهاک د پوهنې ریاست له مشرتابه مننه وکړه چې تل یې د عامې روغتیا ریاست سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې ده.
بیا د پوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې لومړی د عامې روغتیا ریاست او ټولو هغه ادارو نه چې د پوهنې ریاست سره د روغتیا په برخه کې مرسته کوي مننه وکړه ویی ویل که د زده کوونکو د ناروغیو د درملنې پر ځای وقایی ته پاملرنه وشي نو هم به په دی برخه کې د لګښتونو مخه ونیول شي او هم به زده کوونکي په روغه سټه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. پوهنې ریس وویل دپوهنې ریاست ټولو ذیدخلو کارکونکو ته به جدي سپارښتنه وکړي چې دا کمپاین په بریالۍ توګه پای ته ورسوي .
همدا رنګه دننګرهار والی شاه محمود میاخیل په خپلو خبرو کې وویل د ښوونځي د زده کوونکو عمر ژر زیانمنیدونکی دی او د ډیرو وړو ناروغیو په مقابل کې هم مقاومت نه شي کولای .هغه پر کورنیو غږ وکړچې د خپلو اولادونو روغتیا او د چاپیریال پاک ساتلو ته پام وکړي او د زده کوونک لپاره د چینجیو کولو ورکولو له کمپاین سره مرسته وکړي او خپل اولادونه وهڅوي چې دا ګولې وکاروي.
دمراسمو په پاې کې د ننګرهار والي ،دپوهنې ریس او د عامې روغتیا مرستیال له لورې څو تنو نجونو ته د البندازول ګولیو په ورکولو سره دا کمپاین رسما پېل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS