غزني کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۵ - ۱۲:۵۸
غزني کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت_غزني: د غزني ولایت د مرکز اړوند د خاک غریبان ولی عصر د الحاقیه ښوونځي د بنسټ ډبره د پوهني ریاست د تدریسي مرستیالي له لوري د ولایتي شورا د استاذو، دولتي چارواکو، قومي مشرانو، د معارف د شورا غړو، او د یاد ښوونځي د مسولینو په شتون کې د ځانګړو مراسیمو په ترڅ کې کیښودل شوه ،او د ودانۍ د رغولو چاري یي پیل شوي.
د یاد ښوونځي تعمیر په پاخه او اساسي ډول د ۶ میاشتو په موده کې د (۸، ۵ ) میلونو افغانیو په لګښت د پوهنې وزارت د پر مختایی بودجی څخه د اقرا برنامي په چوکات کې جوړیږي ، چې ۱۲ درسي ټولګي ، ۲ اداري خونې، ، د څښاک د اوبو سیستم، ۵ تشنابونو او نوري ښوونیزي اړتیاوی به ولري ، چې له کبله به یي د خاک غریبان د الحاقیه ښوونځي د (۸۰۰) تنه زده کوونکو د درسي ټولګیو د کمبود او د څښاک د او بو ستونزه حل او د ښوونځي له نوي تعمیر څخه به برخمن شي.
د یو بل خبر له مخي په غزني ولایت کې دیوار مینګ (د کلمودچنجیو محوه) پروګرام پرانستل شو!
یاد پروګرام د غزنی ولایت د مرکز اړوند د جهان ملکي په عالي لیسه کې د ځانګړو مراسیمو په ترڅ کې د پوهنې ریاست د تدریسي مرستیالي او د عامي روغتیا د رئیس ډاکتر ظاهرشاه نیکمل له لوري څوتنه زده کوونکو ته د البندازول ټابلیټ په ورکړي سره پیل شو.
په یاد پروګرام کې د معارف تدریسي مرستیالي او د عامي روغتیا رئیس د یاد ټابلیټ اهمیت او ګټي ته په کتوسره له هر اړخیزو څرګندونو وروسته د زده کوونکو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې یادي ګولۍ د عامي روغتیا وزارت له لوري چیک او د پوهنې وزارت ته سپارلي دې چې هیڅ نوعه جانبي عوارض نلري همدا راز له هغو یي وغوښتل تر څو د زده کوونکو د روغتیا ساتني ته بشپړه توجه وکړي او د یاد ټابلیټ په برخه کې له زده کوونکو سره له کوم شک او تر دیده پرته همکاري وکړئ او خپل ماشومان دي ته چمتو کړي ترڅو یاد ټابلټ په صحي توګه استفاده کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS