د تلې دیارلسمه د ښوونکي ورځې په ویاړ د پوهنې سرپرست وزیر جلالتمآب ډاکتر محمدمیرویس بلخي پیغام
د ښوونکي ورځ (د افغانستان ماشومانو راتلونکي جوړونکو حقیقي ورځ) په ویاړ ټولو قدرمنو ښوونکو، استادانو ته مبارکي ورکوم او د رڼا لارې مشرانو ته، هغوي ته چې يې د دې خاورې راتلونکي جوړونکو نسلونو ذهنونه روښانه کړي او د سلګونو ستونزو او ننګونو سره يي د صبر او دوام لوړي څوکې فتح کړي دي.
قدرمنو ښوونکو!
زه د پوهنې کورنۍ لمړي مسئول په توګه او د یوه داسې فرد چې د ښوونکي خدمت سابقه لرم، پوهیږم چې نن تاسي له کومو ستونزو او ننګونو سره مخ یاست، زه پوهیږم چې نن د ښوونکو معنوي ځای چې یو سپیڅلې دنده (د پیغمبرانو علیه سلام دنده) په یو داسي خطرناکو او ستونزمنو شرایطو کې پر مخ وړۍ، ضعیف شوي دي او همدارنګه د کافي معاش او امتیازاتو څخه چې باید د سپيڅلي خدمت کولو لپاره ورکړل شوي واي ګټه نشي اخیستلاي. اما تاسو ښوونکو دا ثابته کړه چې د دي خاورې ماشومانو د ښوونې او روزنې لپاره له هیڅ کوښښ څخه لاس ندۍ اخیستۍ او تاسو د سپیڅلي دندي د تر سره کولو څخه مو هیڅ شي مخه نشي نیولاي.
د پوهنې وزارت مشرتابه ستاسو د خدمتګار په توګه هڅه کوي تر څو ستاسو درنو ښوونکو مقام په ټولنه کې ثابت کړي تر څو ستاسو د ژوند مادي حالت ښه والي ومومي.
لکه څنګه چې موږ په تیرو کلونو کې ستاسو د مادي او معنوي هوساینې لپاره یو سه امکانات چمتو کړي کافي ندي ولي خوشحاله یو چې مونږ وکولای شول لږ تر لږه د امکاناتو، شرایطو او فرصتونو په پام کې نیولو سره ستاسو وړو غوښتنو ته ښه راغلاست ووایو.
•د افغانستان حکومت مسئولینو ته مو د ښوونکو معاشونو او امتیازاتو ډیر والي لپاره څلور ټاکنیزه طرحه لیږلي او غوښتنه مو کړي چې د شته مالي امکاناتو ته په کتو پدي برخه کې پاملرنه وکړي.
•د ۱۳۸۸ کال راهیسې مو ۹۱۹۷۹ نمري ځمکه ښوونکو ته د نمرو ویش مقررو مطابق، ویشلي ده اما له هغه ځایه چې دغو نمرو ونشواي کولاي د ښوونکو ستونزه هواره کړي، مونږ د ارزانه کورونو طرحه د کار لاندې نیولي چې تخنیکي کارونو يي دوام لري او مونږ تمه لرو چې په ډیر نژدې راتلونکې کې درنو ښوونکو لپاره د جوړ شوو اپارتمانونو کلي ور وسپارو.
•د خوشحالۍ ځای دي چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د ۹۶۰۰۱ تنو ښوونکو قدمونو او بستونو ارتقا کړي او د هغو له امتیازاتو څخه یې ګټه اخیستې.
•د ښوونکو مالي ستونزو له مینځ وړلو په موخه مو په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د ښوونکو لپاره د پور صندوق لایحه نوي کړه چې اوسمهال په کابل ښار،ولایت او هرات ولایت کې فعالیت لري او ډير ژر به په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې خپل فعالیتونه پیل کړي.
•د ښوونکو ګمارنې په برخه کې اوسمهال لازمه روڼتیا مینځ ته راغلي او هغه ښوونکي چې په رسمي او قراردادي بستونو کي ګمارل شوي د آزادي سیالۍ له لاري ګمارل کیږي.
•مونږ کوښښ کوو تر څو د هغو ښوونکو بستونه چې د دري کلنو راهیسي د حق الزحمه ښوونکې په توګه دنده تر سره کړي د اداری او ملکي اصلاحاتو او د ټولو ذیدخلو ادارو له موافقي وروسته رسمي کړل شي او هغه ښوونکې چې د تیرو کلنو په لړ کې يي رقابتي آزمویني تر سره کړي وکولای شي د اداری او ملکي اصلاحاتو کارکونکو ذاتي چارو یو شمیر مقررو کې د تعدیل او زیاتوالي سره بیاځلې خپلو دندو ته راستانه کړو.
•د ظرفیت لوړوالۍ مو د پوهنې په لسیزه کې له جدي بحثونو څخه ده او زمونږ د پام لاندی ده، سږ کال ۲۰۰۰۰ ښوونکې د خدمت د ننه د ظرفیت لوړوالي لپاره مو دارالمعلمینو ته معرفی کړی. د لوړو زده کړو له وزارت سره مو هم یو هوکړه لیک لاسلیک کړي چې د هغه پر اساس هغه ښوونکې چې د ظرفیت لوړوالي ته اړتیا لري د لوړو زده کړو وزارت مرکزونه ته وپیژندل شي.او د پوهنې لسیزې په لړ کې زمونږ ټولې هڅې د زده کوونکي او ښوونکي باندي چې د ښوونې او روزنې دوه مهم عناصر دي متمرکز دي.
دا ټولې کړنې بسنه نکوي او مونږ ژمن یو چې د ښوونکو او استادانو ژوندانه ښه والي لپاره ډيرې هڅې وکړو.
او په پاي کې د درنو ښوونکو د زحمتونو او هڅو څخه د یادونې ترڅنګ، د هغو ښوونکو روح ته چې د ښوونې او روزنې په لاره کې د مختلفو پیښو له امله خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړي د بخښنې غوښتنه کوو.
د ښوونکي ورځ د یو ځل بیا مبارک وي.
اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
په درنښت
ډاکتر محمد میرویس بلخی
د پوهنې وزارت سرپرست
