په ښوونځيو کې د ښوونکي ورځې لمانځلو لپاره د زده کوونکو څخه په اجباري ډول د پیسو ټولول او د تحفو چمتو کول جداّ منعه دي.
پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزارت مشرتابه او د ښوونکې ورځې د لمانځلو کمسیون د پریکړې پراساس، د ښوونکي ورځ د هیواد په ټولو ښوونځيو کې لمانځل کیږي او پدې ټينګار شوۍ چې د ښوونکي لوړ مقام په معنوي شکل وستایل شي.
له همدې امله په ښوونځیو کې د ښوونکو او زده کونکو څخه د ښوونکي ورځې لمانځلو لپاره د پیسو راټولول او د سوغاتونو چمتو کول منع دي.
د ښوونیز نظارت غړو ته لارښوونه کیږي چې د دې لارښود تطبیق کولو لپاره له ښوونځيو څخه څارنه وکړي او له سرغړونکو سره قانوني چلند وکړي.
