د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه په کابل ښار او ولایت کې ۱۶۵۰ تنو ښوونکو ته پور ویشل شوی دی

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۹ - ۱۰:۵۱

پوهنې وزارت_کابل: د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه په کابل ښار او ولایت کې ۱۶۵۰ تنو ښوونکو ته پور ویشل شوی او په هرات ولایت کې ۲۰۰ تنو ښوونکو د قرضې صندق نوې لایحې مطابق، د پور اخیستلو فورمې ترلاسه کړې دي.
اوس مهال ښوونکو لپاره د قرضې صندوق د کابل ښار ولایت او هرات ولایت کې فعالیت لري او د روان کال تر پایه به د دې صندوق فعالیتونه په بلخ او ننګرهار ولایت کې هم پیل شي.
په ۱۳۹۹ لمریز کال کې به د ښوونکو لپاره د قرضې صندوق فعالیتونه په خوست، کندهار او بدخشان ولایتونو کې هم پرانیستل شي.
په روان لمریز کال کې د ښوونکو لپاره د قرضې صندوق مالي اندازه ۸۵ ملیونه افغانیو ته رسیدلې ده او دا پیسې به د غوښتونکو ښوونکو د خدمت کولو مودې په اساس هر کال د اوږدې مودې قسطونو په شکل ویشل کیږي.
ویشل شوې پور به د کال په اوږدو کې د بانک کمیشن اخیستلو نه بغیر په میاشتنې ډول د ښوونکو له معاش څخه ګرځول کیږي.
د یادونې وړ ده چې د ښوونکو لپاره د قرضې صندوق په ۱۳۳۹ لمریز کال کې جوړ شوی او د یاد صندوق د لایحې نوې کولو وروسته د ښوونکو لپاره د قرضې ورکړه ۸۰ سلنه زیاته شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS