پکتیکا کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۷ - ۱۱:۲۶
پکتیکا کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

پوهنې وزارت _پکتیکا: د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د یارو والو دنجونو لومړنې ښوونځي ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه .
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه ، د والی مرستیال شیربادشاه ”ارګونی“ ، پوهنې ریاست رییس انجنیرمحراب الدین ”شفق“ ، په ولسي جرګه کې د پکتیکا دخلکو استازي هریو نادرخان ”کټوازی“ ، خالد ”اسد“ ، د سویډن موسسی مسوولینو ، قومي مشرانو، مدنې فعالانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړي وو.
د یادي ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ۷،۶ میلیونو افغانیو مجموعي لګښت د سویدن موسسي په مالی مرسته جوړشوي ، چې۶ درسي ټولګي، ۲ اداری خونې، کتابخانه ، ۶ تشنابونه، د پاکو اوبو مکمل سیستم داحاطي دیوار او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې لري،
دیادولو وړده، چې سویډن موسسي په پکتیکا ولایت کې د ٣٧ کالو راپدې خوا د پوهنې ریاست سره په بیلابیلو برخو کې مرستي کړي، چې لدې جملې یې ددی ولایت پنځو ولسوالیو کې ۲۴۱ محلي ټولګي جوړ کړي ، چي په یادو ښوونڅیو کې ۵۹۲۵ تنه زده کوونکي ، چې د دې جمله نه ۴۰۰۰ نجونۍ زده کوونکي دي تر شپزم ټولګي پوري په زده کړو بوخت دي، چې د تدریس چاري یی د ۲۴۱ تنه ښوونکو لخوا پر مخ بیول کیږي . همدارنګه یی ۲۵ بابو محلي ښوونڅیو ته نوې ودانۍ هم جوړي کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS