د ننګرهار ولایت په تودو سیمو کې نوی ښوونیز کال پېل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۰ - ۱۲:۵۹
د ننګرهار ولایت په تودو سیمو کې نوی ښوونیز کال پېل شو

پوهنې وزارت_ننګرهار: دننګرهار ولایت په ټودو سیمو کې نوي ښوونیز کال د ښوونځي د زنګ په ګړنکولو سره پیل شو.
په هغه په مراسمو کې چې له همدې امله د جلال اباد ښار د چکنوریو په لېسه کې جوړ شوي و د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري په تودو سیمو کې د نوي ښوونیز کال د پیل له امله د مبارکۍ ترڅنګ په تیر یوه کال کې د پوهنیز بهیر پر لاسته راوړنو، ننګونو او ستونزو خبرې وکړې ویې ویل سره له دې چې تیر کال له امنیتي پلوه له ستونزو او مشکلاتو ډک کال و، خو پوهنې ریاست د کارمندانو د زيار، د ښه مدیریت او ټولو همکارانو د همغږۍ له امله لاسته راوړنې هم لرلې.
هغه وویل په تېرکال کې دنجونو زده کړو ته ځانګړې پام شوی او د لومړي ځل لپاره په لرې پرتو او نا امنه سیمو کې ښځینه قرار دادي ښوونکې پر دندو وګومارل شوې او همدارنګه د نجونو د ښوونځیو بیا رغاونې او ستونزو هواري ته لومړیتوب ورکړل شوی دی .
پوهنې ریس وویل دا لومړی ځل دی چې په ننګرهار ولایت کې دیو کال په موده کې د ۲۰۸ بابه ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو کار پیل شوی، چې دروان کال تر پایه به دا شمیر ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ښاغلي شینواری زیاته کړه په معارف کې د ولس راګډول د تیر کال بله لاسته راوړنه وه چې له دې لارې مو معارف ته ځمکو په ګډون ډیرې مرستې راټولې کړې.پوهنې ریس په ښوونځیو کې د کتابونو کمښت، په ځینو سیمو کې نا امنۍ، دښوونکو، ودانیو، احاطو، څښاک اوبو او نورو ممدو درسي موادو کمښت، دهغه ستونزو په توګه یاد کړل چې معارف ورسره مخامخ دی خو ډاډ یې ورکړ چې په دې وروستیو کې پوهنې وزارت خواوشاه دولس نیم ملیونه کتابونه چاپ کړي چې ډیر زر به دننګرهار سهم راورسیږي او دوې به یې ښوونځیو ته ولیږي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د نوي ښوونیز کال د مبارکۍ ورکولو سربېره په خپلو خبرو کې دننګرهار پوهنې ریس او مشرتابه نه په معارف کې د ډیرو پر مختګونو له امله مننه وکړه
. ننګرهار والي وویل بی له شکه چې تېر کال له امنیتي پلوه ستونزی موجودې وې چې خوشبختانه د امنیتی ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې ډيرې ولسوالۍ تصفيه شوي او بند ښوونځي پرانيستل شول، نوموړي هم د ښوونکو کمښت او د کافي بودجې نه شتون د یوې ستونزی په توګه یاد کړل خو پر شتمنو یې غږ وکړ چې د خپل معارف ترشاه ودریږي او دښوونکو دکمښت او نورو اړتیاو په پوره کولو کې معارف ته اوږه ورکړي.
شاه محمود میاخیل له خلکو وغوښتل که پر خپلو اولادونو سمه پانګونه وکړئ نو پایله به هم سمه وي.
غونډه دبي بي زینب او چکنوریو لېسو زده کوونکو د په زړه پورو ترانو په ویلو او د ښوونځیو دپېل زنګ په کړنګولو سره پایته ورسیده .
د یاده ولو وړ ده ، چې دننګرهار ولایت په تودو سیمو کې ۶۲۶ ښوونځیو موجودي دي، چې په دغو ښوونځیو کې ۶۱۰۷۹۰ تنه زده کوونکي چې ۲۲۱۱۹۹ تنه یې نجونې دي پر زده کړو بوخت دي چې درسي بهیر یې د ۱۷۶۹ میرمنو په ګډون د ۱۱۶۶۵ تنو ښوونکو له لورې پر مخ بیول کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د کابل ولایت پوهنې ریاست د اداري کارکوونکو لپاره روزنیز سیمینار ترسره شو

په کابل ولایت کې د «پلان جوړونې او د اداري او کاري راپورونو  ترتیب» په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره ترسره شو.
یاد سیمینار د کابل ولایت پوهنې رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۱۲
Background image

د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو سپورټي سیالۍ پای ته ورسېدې

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو ریاست د بدني روزنې او سپورټ څانګې د پلان له مخې، څو ورځې وړاندې د پغمان ولسوالۍ د ۱۲ بابه ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د واليبال خزاني سیالۍ پیل شوې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۸
Background image

په دایکنډي ولایت کې د تعلیمي مرکزونو کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

په دایکنډي ولایت کې د «ارزونې، پلان جوړونې او راپور لیکنې د کړنو لارښود» تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار د مسلکي پراختیا ۵۸ تنو علمي غړو، د ښوونځیو او مدارسو د اجرائیه مدیرانو او. . .

BACK TO NEWS