د پوهنې وزارت مشرتابه او ACR د ښوونځي څخه وړاندې ماشومانو لپاره د لوست نمونو په موخه غونډه تر سره کړه
پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزارت مشرتابه او ACR(The Afghan Children Read) تر مینځ د ښوونځي څخه وړاندې ماشومانو لپاره د لوست نمونو او طرحو په اړه غونډه تر سره شوه.
دا غونډه چې ېوهنې وزارت کې تر سره شوه؛ دواړو لورو د ماشومانو په ځانکړي ډول د ښوونځي څخه وړاندې ماشومانو د لوست نمونو، طرحو او د ټولګي اصولو استفادې په اړه په دوه اړخیزه همکارۍ خبرې اترې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۲۱ کاله پوري ACR(The Afghan Children Read) د ښوونځي څخه وړاندې د لوست نمونو او ټولګي اصولو پروژو هدایت کوونکې په ډول د هرات، ننګرهار، کابل او لغمان ولایتونو کې تطبیق کوونکۍ دي.
په پام کې ده چې په ۴ څلورو ذکر شویو ولایتونو کې د یادې پروژې د لاسته راغلو نتیجو څیړلو وروسته د پوهنې وزارت او ACR تر مینځ ډیرې همکارۍ تر سره شي.
