لغمان کې ښوونځیو ته د نویو زده کوونکو د شامیلدو کمپاین پیل شو
( علم کور په کور غواړو)
باسواده افغانستان مو د پردیو له ستمه ژغورلی شي بس!
پوهنې وزارت ـ لغمان : د لغمان د پوهنې ریاست ۱۳۹۸- ۱۳۹۹ ښوونیږ کال لپاره د تودو سېمو ښوونځیو کې د جدید الشمولانو د نوم لیکنې لړي د (علم کور په کور غواړو) تر عنوان لاندې کمپاین پیل کړ.
د یاد کمپاین د پیلېدو په غونډه کې، چې د پوهنې ریاست په تالار کې جوړه شوې وه د پوهنې رئیس عبدالله حمیدی،د پوهنې ریاست مرستیالانو، د دولتی ادارو یو شمیر رییسانو ، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو برخه لرله.
د لغمان د پوهنې رئیس عبدالله حمیدی د یاد کمپاین د پیل پر مهال وویل، چې د دغه کمپاین موخه ښوونځیو ته ( ۷) کلن ماشومانو شاملیدل دي، هغه له دولتي چارواکو، سوداګرو، شتمنو خلکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او له خلکو وغوښتل،چې په یاد کمپاین کې برخه واخلي او ښوونځیو ته د ماشومانو دشاملیدو هرکلی او ستاینه وکړي.
د لغمان د پوهنې ریاست رهبری د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرانو ته سپارښتنه کړې ،چې د خپلو ولسوالیو کې (علم کور په کور غواړو) کمپاین پیل کړي.
