پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د کابل ښار پوهنتون حیاتي سواد لیسې څخه د لیدنې پر مهال، سواد زده کوونکو ته د پوهنې وزارت په پاملرنې ټينګار وکړ
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د کابل ښار پوهنتون حیاتي سواد لیسې څخه لیدنه وکړه او سواد زده کوونکو ته يې د پوهنې وزارت پر پاملرنې ټینګار وکړ.
پدې لیدنه کې پوهنې وزیر د حیاتي سواد زده کړو ټولګیو څخه لیدنه وکړه او د زده کوونکو په مینځ کې حاضر شو.
پوهنې وزیر د حیاتي سواد لیسې له مدیر او زده کوونکو سره د خبرو پر مهال، د هغوي شته ستونزو له اوریدو وروسته يې د یادو ستونزو پر حل او څارنې ژمنه وکړه.
د یادې لیسې زده کوونکو د حیاتي سواد ښه والي ارتقا په موخه د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د کابل ښار پوهنتون حیاتي سواد لیسه ۶۲۸ زده کوونکي لري.
