پوهنې وزارت د روڼتیا څارونکي ادارې سره د فساد پر وړاندې د مبارزې په موخه خبرې وکړې
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د روڼتیا څارونکې ادارې اجرایوي رئیس سید اکرام افضلي په ټول افغانستان کې د فساد پر وړاندي په دوه اړخیزه همکاري او د ښوونیزو خدمتونو ښه والي په موخه د اصلاحاتو راوستو په هکله خبرې اترې وکړې.
دا لیدنه چې پوهنې وزارت کې تر سره شوه؛ ډاکتر بلخي پدې هکله ټينګار وکړ چې د مثبتو اقداماتو او ښوونیزو خدمتونو پراختیا په موخه څیړنیز بنسټونه باید د پوهنې وزارت سره همکاري وکړي او په خپلو راپورونو او ارزونو کې رغنده وړاندیزونو ته لمړیتوب ورکړي.
سید اکرام افضلي پدې لیدنه کې ژمنه وکړه چې د پوهنې وزارت سره به د ښوونیزو خدمتونو پراختیا، فساد سره د مبارزي، اداري روڼتیا او د مثبتو اصلاحاتو راوستو په موخه کوښښ وکړي.
