لوګر کې د ترانو او مقالو ویونکي زده کوونکي وستایل شول
پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د دوو ښوونځیو ۹ زده کوونکي د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په جشن کې د ترانو او مقالو ویلو له امله وستایل شول.
د یادو زده کوونکو د ستاینې په مراسمو کې د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال، د مالي او اداري چارو مرستیال وزیر احمد مومند او د بي بي آمنې د نجونو لېسې آمرې نفیسې بها برخه لرله.
نوموړي زده کوونکي د پوهنې وزارت د مقام د لارښوونې له مخې په مننلیکونو او یو شمېر نورو ډالۍ ګانو وویاړل شول.
په ستایل شویو زده کوونکو کې ۵ د حضرت عمر فاروق (رض) د هلکانو او ۴ د بي بي آمنې د نجونو لېسو زده کوونکي شامل وو.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د نوموړو زده کوونکو د ستاینې پر مهال وویل، چې د پوهنې وزارت په لارښوونه غوره او نوښتګر زده کوونکي په معنوي توګه تشویقوي.
هغه زیاته کړه،چې د غوره او نوښتګرو زده کوونکو د ستاینې پروګرام به دوام ولري او دا کار د هغوی د هڅونې او وړتیا د درناوي په موخه کېږي.
دیادونې وړده،چې څو ورځې مخکې هم پوهنې وزارت د لوګر د ښوونځیو ۲۰ زده کوونکي په مډالونو او ستاینلیکونو ستایلي دي.
