پوهنې وزیر د کابل ښار ۱۰ لسمې تعلیمي حوزې د"مسعود سعد" له منڅني ښوونځي څخه لیدنه وکړه
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د کابل ښار ۱۰ لسمې تعلیمي حوزې مسعود سعد مینځني ښوونځي څخه په ناڅاپي ډول لیدنه وکړه او د یاد ښوونځي ښوونیز خدمتونو حالت یې له نژدې وڅيړه.
په دې لیدنه کې داکتربلخي د یاد ښونځي له مختلفو برخو څخه د لیدو ترڅنګ د یاد ښوونځي له مدیر او ښوونکو سره يې خبري وکړي او د ښوونیز خدمتونو ښه والي په موخه يې لازم هدایتونه ورکړل.
پوهنې وزیر د یاد ښوونځي ټولګیو له لیدو وروسته، له زده کوونکو سره یې له نژدې خبرې وکړې او د هغوي ستونزې يې واوریدې.
پوهنې وزیر د زده کوونکو تشویق ترڅنګ، زده کړو او ښوونځي ته پاملرنه، سواد يې د یو آباد او پرمختللي افغانستان لپاره یو مهم عامل یاد کړ.
د یادونې وړ ده چې دا ښوونځۍ ۷۳ ټولګې لري چې په ۳ دریو درسي وختونو کې ۲۴۰۰ هلکانو او نجونو زده کوونکو ته ښوونیز خدمتونه وړاندي کوي.
