د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د پوهنې آمریت ته ځمکه ځانګړې شوه
پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د پوهنې آمریت ته د ودانۍ جوړولو په مقصد درې جریبه ځمکه ځانګړې شوه.
دا ځمکه د یادې ولسوالۍ د ودانۍ په ۱۵۰ مترۍ کې د ښوونکو ښارګوټي ته څېرمه د یوه غره په لمنه کې پرته ده.
یاده ځمکه د پوهنې ریاست په وړاندیز د ځمکو د خپلواکې ادارې له تائید وروسته یاد آمریت ته ځانګړې شوې ده.
پر دې ځمکې به په راتلونکي یوه کال کې د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمریت لپاره په پاخه او اساسي ډول ودانۍ جوړه شي.
دا مهال د محمدآغې ولسوالۍ د پوهنې آمریت د ودانۍ د نه لرلو له امله د شهید شهصوار د نجونو په منځني ښوونځي کې فعالیت لري.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال وایي،چې د مرکز پل علم په ګډون د ټولو ولسوالیو د پوهنې آمریتونه ودانۍ نه لري او په ښوونځیو کې فعالیت کوي.
هغه زیاته کړه، په پلان کې لري، چې د مرکز او پاتې نورو ولسوالیو د پوهنې آمریتونو لپاره هم د ودانیو جوړولو لپاره ځمکې ځانګړې کړي.
د یادونې وړده، چې د لوګر د مرکز او شته شپږو ولسوالیو د پوهنې په آمریتونو کې شاوخوا ۱۵۰ کارکوونکي په دندو بوخت دي.
