خبري اعلامیه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۹ - ۱۲:۴۴

پوهنې وزارت _ کابل : تېره شپه شاوخوا ۱:۳۰ بجه د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د بویه زار ناصري د نجونو لیسې اداره؛ د نامالومو کسانو لخوا سوځول شوې ده. تر دې مهاله د یادې لیسې د ادارې د سوځېدو علت نه دی څرګند شوی خو امنیتي بنسټونو ته د دغې پېښې د څېړنې او د پېښې د عاملینو د پېژندنې په اړه خبر ورکړل شوی دی.
د یادې پېښې په پایله کې د زده کوونکو د سوبتیا کتاب، کتابتون او د ادارې یو شمېر چوکۍ له منځته تللي دي.
د بویه زار ناصري د نجونو په لېسه کې ۷۰۰ نجونې په زده کړو بوختې دي.
اوسمهال د اورلګېدنې له امله زده کوونکې لېسې ته د درس ویلو لپاره ندي حاضرې شوې.
د پوهنې وزارت دغه کړنه غندي او د دغه کار عاملین د علم او پوهې دښمنان بولي.
پوهنې وزارت په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو څخه غوښتنه کوي، چې د ښوونځیو د امنیت د ټینګښت په برخه کې له دې وزارت سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS