د ننګرهار د ۶ ښوونځيو امرین وستایل شوه 

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۰:۲۱
د ننګرهار د ۶ ښوونځيو امرین وستایل شوه 

پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار د پوهنې ریاست دهیواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ او د پوهنې وزارت مقام د لارښوونې له مخې د ۶ لیسو امرین چې د ټاکل شویو معیارونو له مخې یې، په پوهنيز ډګر کې مخکښ ګڼل شوي او په ورځینو چارو کې یې له ځانه وړتیا ښودلې وه په ځانګړو مراسمو کې پر ستاینلیکونو وویاړل شول.
په هغه غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوي وه ، د پوهنې ریس حسیب الله شینواري، په ټولنیزو چارو کې دولایت مرستیالې میرمن حبیبې کاکړ او دولایتي شورا منشي میرمن حمیرا رفیع ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود. 
د پوهنې رییس د اچین ولسوالۍ د کهي لېسې امر ،دغني خیلو ولسوالۍ د مارکو لېسې امر، دهسکې مېنې ولسوالۍ د پاپین لېسې امر، د کامې ولسوالۍ د موسی شفیق دنجونو لېسې امر او د ګوشتې ولسوالۍ د ملا رحمت بابا د نجونو دلېسو امرینو هڅې وستایلې او دنورو لېسو پر امرینو یې هم غږ وکړ چې ددوی په څير په خپلو ورسپارل شویو ډندو کې نوښتونه وکړي او دمعارف د بهبود لپاره لا زیار وګالي.دغو ستایل شویو امرینو هم ژمنه وکړه چې د پخوا په پرتله به خپلو ډندو ته لا ځیر او نه ستړې کیدونکې هلې ځلې به کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS