د پوهنې ممتاز او نوښتګر زده کوونکي په معنوي توګه هڅول کېږي

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۳ - ۱۴:۴۹

پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې وزارت رهبري، ممتازو، استعداد لرونکو او نوښتګرو زده کوونکو ته د ځانګړو مننلیکونو او ستاینلیکونو په ورکولو سره، هغوی په معنوي توګه هڅوي. 
دغه پرېکړه، په هېواد کې د بریالیو زده کوونکو د استعدادونو د ودې او غوړېدو او د ښوونې او روزنې د کیفیت د ښه والي د بېلګې جوړولو په موخه تر سره شوې ده.
د پوهنې ټولو مرکزي او ولایتي ریاستونو ته لارښوونه شوې، چې په ټولو ښوونځیو کې د کلکې څارنې په ترسره کولو سره بریالي زده کوونکي وپېژني او د هغوی د وړتیاوو د ستاینې او غوړېدو په موخه یې مرکز ته را معرفي کړي. 
د پوهنې وزارت څارنیزې څانګې په ښوونځیو کې د ممتازو او استعداد لرونکو زده کوونکو د پېژندنې بهیر کې د روڼتیا رامنځته کولو په موخه؛ له دغه بهیر څخه څارنه کوي.
پوهنې وزارت له دې وړاندې په ښوونځیو کې د زده کوونکو د روحیې د کمزوري کولو د مخنیوي په موخه یو لړ اصلاحي اقدامات لکه: د سوبتیا کتاب کې د نمرو او د الفبا تورو له مخې د نومونو لیکولو، د وېښتانو قیچي کولو او له زده کوونکو سره د ناوړه چلند او تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې ترسره کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۹:۵۲
Background image

پوهنې وزارت په ۳۹ بابه منځنیو ښوونځیو کې «د رشته‌بندۍ تطبیق» په اړه سیمینار ترسره کړ

پوهنې وزارت په «۳۹ بابو منځنیو ښوونځیو کې د رشته‌بندۍ تطبیق» تر سرليک لاندې یو سیمینار د مرکزي او ولایتي ریاستونو د ۲۴۰ تنو مسٸولینو لپاره جوړ کړ.
د ياد سیمینار موخه دا وه چې، د یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS