میدان وردګ کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د ښوونځیو تر منځ سیالۍ تر سره شوې 

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۶ - ۱۴:۳۱
میدان وردګ کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د ښوونځیو تر منځ سیالۍ تر سره شوې 

پوهنې وزارت_میدان وردګ: د افغانستان د ازادي د سلمې کلیزې په ویاړ د میدان وردک ولایت د پوهني ریاست لخوا د ښوونځیو د زده کوونکو ترمینځ د مقاله ليکنې، شعر او شاعرۍ، خطاطۍ او رسامۍ سيالۍ د یوي غونډي په ترځ کې دپوهنې ریاست د کنفرانسونوپه تالار کې تر سره شوې.
په هغه غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوي وه، د میدان وردک ولایت والي ډګر جنرال مظفرالدین یمین، دپوهنې رییس دوکتور سعید منصور، د دولتي ادارو یو شمیر چارواکو ، دولایتې شورا وکیلانو ، قومي مشرانو، دیني عالمانو، او د بیلابیلو ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی درلود. 
د میدان وردک د پوهنې رییس دوکتور سعید منصور د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست تر ځنګ د پوهني د اهمیت ، ازادي، او د اماني فکر او تګلاري په اړوند خبري وکړي. 
د پوهنې رییس ازادي د انساني فطرت مطلوبه تګلاره ،او دالله ج له لوري یو انسان ته ورکړل شوی. 
همدارنګه د میدان وردک والی غونډی ګډونوالو ته د ازادي په هکله هر اړخیز خبري وکړي او غازي امان الله خان ته یی د ملي اتل او نه هیریدونکي څیري خطاب وکړ.
د یادوني وړ ده، چې د غونډي په پاي کې د ښوونځیو زده کوونکو د ازادۍ او یوالي په تړاو په خپلوترتیب کړو ترانو او مقالو غونډي ته لا ښکلا ور وبښله، همدارنګه د زده کوونکو درساميو او خطاطيو له نندارتون څخه د ميدان وردګو والي صيب په شمول د ادارو رئيس صاحبانو قومي مشرانو او ځوانانو ليدنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS