د کابل ښار په اوومه تعلیمي حوزه کې یو متوسطه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۶ - ۱۴:۲۶
د کابل ښار په اوومه تعلیمي حوزه کې یو متوسطه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

د پوهنې وزارت ـ کابل ښار: ـ د کابل ښار د ٧ مې تعلیمي حوزې اړوند د قلعه فتوح ښوونځي د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې د کابل ښار د پوهنې رییس داکتر احمد ضمیر گوارا، قومي مشرانو ، د دولتي ادارو یو شمیر چارواکو او ښوونکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې. 
د کابل ښار د پوهنې رییس احمد ضمیر گوارا په دې تړاو په مراسمو کې د ښوونځي له جوړېدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې په کابل ښار کې به د ښوونیز نظام د ودې او پیاوړتیا لپاره جدي هلې ځلې وکړي. 
یاد ښوونځي د هندوستان دولت په مرسته په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې ١٢ درسي ټولګي، د ابو څښلو څاه، تشنابونه او نورې اړوندې ټولې اسانتیاوې به ولري.
ددې ودانۍ له جوړېدو سره به زده کوونکو ته د زده کړو خوندي تدریسي چاپېریال برابر شی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS