پوهنې وزیر د زابل له والي سره وکتل
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د زابل والي رحمت الله یارمل د زابل ولایت ښوونیزو خدمتونو د ښه والي په موخه خبرې وکړې.
دا لیدنه چې نن د زمري ۵ مه پوهنې وزارت کې تر سره شوه.دواړو لورو د زابل ولایت پوهنې حالت، شته ستونزې په ځانګړي ډول د تړل شویو ښوونځیو له پرانستلو وروسته د ښوونیزو خدمتونو حالت د ښه والي په موخه خبرې وکړي.
ډاکتر بلخي پدې لیدنه کې د زابل ولایت له مقاماتو څخه غوښتنه وکړه ترڅو د ښوونیزو خدمتونو د پرمختګ او ښه والي لپاره د پوهنې وزارت سره همکار واوسي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د ښوونیزو امکاناتو، تجهیزاتو او پروګرامونه ته د ولایتونو له یو شان لاسرسي څخه یادونه وکړه او د زابل ولایت ښوونې او روزنې ته يې د نورو ولایتونو په شان پاملرنه یو اړتیا یاده کړه.
په دې لیدنه کي زابل والي رحمت الله یارمل په ولایاتونو کې د پوهنې وزیر له مثبتو کارونه څخه ستاینه وکړه او د پوهنې وزارت سره يې د لازیاتو همکاریو ژمنه وکړه.
د زابل والي د دې ولایت پرتو ستونزو په دوام د زابل پوهنې ریاست تشکیل، د ښوونکو او د درسي کتابونو د کمبود ستونزې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.
