د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ سلګونه ښوونکو ته استوګنیزې نمرې توزیع شوې
پوهنې وزارت ـ خوست: د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ دخوست ولایت سلګونه ښوونکو ته استوګنیزې نمرې توزیع شوې.
په هغه مراسمو کې چې په همدې مناسبت د خوست ولایت د مرکز اړوند د ورغه کلي په ساحه کې جوړشوي وه، د خوست والي محمد حلیم فدايي سربېره پوهنې رئیس نصیر احمد روښان، د ولایتي شورا غړو، د دولتي ادارو یو شمېر مسوولینو، او سلګونه ښوونکو ګډون کړی ؤ.
د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان د خپلو خبرو په ترځ کې وویل، چې خوښ دی له دولس کاله ځنډ وروسته ښوونکو ته استوګنیزې نمرې توزیع کوي او ژمنه یې وکړه چې د ټولو ښوونکو لپاره د مسکن په برابرولو کې به د هېڅ ډول هڅې نه دریغ ونه کړي.
د ښاغلي روښان په خبره په دې سره ښوونکي له ذهني فشار څخه خلاص شي،او په ډېره لېوالتیا به زده کوونکي وروزي.
وروسته د ښوونکو په استازیتوب لعل سعدي په خپلو خبرو کې د پوهنې ریاست او ولایتې ادارې مننه وکړه چې د کالونو ځنډ وروسته ورته استوګنیزي نمرې توزیع کوي.
همدارنګه خوست والي محمد حلیم فدایي په خپله وینا کې ښوونکي په ټولنه کې د ډېر لوړ معنوي امتیاز خاوندان وبلل ترڅنګ يي ډاډ ورکړ چې په دغه ولایت کې به ټولو بې سر پنا ښوونکو ته د کور ځمکه پیدا کوي.
د یادونې وړ ده چې دغه استوګنیزې نمرې د مرکز اړوند د متون د ورغه کلي په ساحه کې د مرکز ، موسی خېلو او قلندر ولسوالیو ۲۲۳ ښځینه او نارینه ښوونکو د قرعه کشۍ له لارې د ټولو ښوونکو په حضور داشت توزیع شوې.
