خوست کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې
د پوهنې وزارت_خوست : دخوست ولایت د صبریو ولسوالۍ د تودې کلي منځني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د نوموړي ولایت دپوهنې ریاست د مسوولینو لخوا کېښودل شوه.
د یاد ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ۳ جریبه ځمکي په ساحه کې ، چې دسیمې قومي مشرانو لخوا معارف ته ډالۍ شوي ، چې۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، ۳ تشنابونه، د اوبو څښلو څاه او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري، د ۴ میلیونه او ۱۶۰ زره افغانیو افغانیو په لګښت د د وو میاشتو په موده کې د کلیو دبیارغونې او پراختیا ریاست دولسي تړون د اقراء برنامې په چوکات کې به ګتې اخیستنې ته چمتو شی.
د یادولو وړ ده، چې د ښوونځي د نوې ودانۍ له جوړېدو او پرانېستو سره به د یادې سیمې سلګونو نجونو او هلکانو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شي.
