په میدان وردک کې دسیرت النبی ستوري معرفي شوه 

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۷ - ۱۱:۱۷
په میدان وردک کې دسیرت النبی ستوري معرفي شوه 

د میدان وردک د پوهنې ریاست په نوښت د زده کوونکو دظرفیت لواړي برنامو په لړ کې دسیرت النبي ستوری سیالي تر سره شوي .
د میدان وردګ ولایت د پوهنې رییس دوکتورسعید منصور په وینا: د سیرت النبی سیالي چې دوه میاشتې وړاندې د ټول ولایت په کچه پیل شوې وه، پنځم پړاو ته له ۱۶ زره زده کوونکو څخه ۹ تنو چې شپږو هلکانو او دریو نجونو لاره موندلې وه ، چې په نتیجه کې عبدالباري د سلیمان زوی جغتو ولسوالۍ، سباؤن د قدرت الله زوی او پښتنه د موسی خان لور د مرکزمیدان ښار اوسېدونکي د سیرت النبی سیالۍ لومړي مقامونه خپل کړ. 
په هغه غونډه چې په همدې تړاو جوړه شوي وه ، د میدان وردګ ولایت والي ډګر جنرال مظفرالدين یمین د علماؤ شورا له مشر عزیزالرحمن صدیقي ، د پوهنې رییس او مسؤلینو نه مننه وکړه، چې د زده کوونکو د پیاوړتیا، هڅونې او روزنې په موخه یې دا ډول سیالۍ جوړي کړي .
همدارنګه ښاغلي یمین د یاد ستورو کورنیو او پوهنې مسؤلینو ته د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه: د نبوي سیرت دا ستوري یوازې ستاسو نه، بلکې د ولایت، هېواد او ټولو مسلمانانو ویاړ دي، د دوي دا بریا یې خپله اسلامي او نبوي مینه وبلله.
د یاده ولو وړ ده، چې د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست له دې وړاندې حسن قرائت او نبوي سیرت ورته بېلابېلې ۱۸برنامې د زده کوونکو ترمنځ په لاره اچولي، چې د زده کوونکو ترمنځ د سالم رقابت لامل شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS