یاسین قادري د هیواد بدن جوړوني اتل د پوهنې له وزیر ډاکتر بلخي سره په لیدنه کي د پوهنې په برخه کي د همکاري او ملاتړ وعده وکړه
پوهنې وزارت- کابل: د بدن جوړوني اتل یاسین قادري د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي سره په لیدنه کي د افغان ماشومانو ښوونې او روزنې په برخه کي د ملاتړ او همکاري وعده ورکړه.
په دي لیدنه کي چي نن ورځ پوهنې وزارت کي ترسره شوه د پوهنې وزیر د هیواد له وتلو او تاثیر لرونکو څیرو څخه وغوښتل چي د هیواد ښوونې او روزنې ته پاملرنه وکړي.
ډاکتر بلخي په دي موضوع ټینګار وکړ چي نن ورځ اړتیا ده چي د هیواد وتلي او تاثیر لرونکي څیري لکه د لوبي اتلان باید هر یو يي د ښوونې او روزنې بیلګه په افغانستان کي وي تر څو مخکي له مخکي په کورنیو او ماشومانو کي د ښوونې او روزنې او ښوونځیو ته د تللو لپاره انګیزه پیدا شي.
یاسین قادري په دي لیدنه کي د هیواد ښوونې او روزنې په برخه کي د اغیزلرونکو کارونو څخه خوښي وښوده او د پوهنې ملاتړ يي یو د اهمیت وړ موضوع یاده کړه او په افغانستان کي د ماشومانو د زده کړي د ښه والي لپاره د همکاری او ملاتړ وعده وکړه.
