All News
د غور ولایت د مرکز یو شمېر ښوونکو ته درسي کڅوړې ووېشل شوې
د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار ۴۰ تنو ښوونکو ته د درسي مرستندویه توکو کڅوړې ووېشل شوې.
په ياده هره بسته کې ۲۴ ډوله درسي او ښوونیز توکي شامل دي.
لغمان ولایت کې د څه کم دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د لغمان ولایت دولتشاه ولسوالۍ اړوند فیضالقرآن دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې، چې پر شپږ جریبه وقف شوې ځمکه به جوړه شي، د پوهنې مسوولینو په حضور کې پیل شوې.
د يادې ځمکې ارزښت ۴۵۰. . .
په بلخ کې د ۱۵۰ تنو ښوونکو لپاره د تدریسي مهارتونو لوړولو غونډه ترسره شوه
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار او د دهدادي او نهرشاهي ولسوالیو ۱۵۰ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتيا لوړونې اووه ورځنۍ غونډه د یوه همکار. . .
په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي پراختیايي چارې بشپړې شوې
د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ کرمخېل لومړني ښوونځي لپاره د څلورو نويو درسي خونو جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د سیمې د خلکو په ۲۲۰ زره افغانیو مالي مرسته پیل شوې وې، په دې وروستیو کې. . .
پکتیا ولایت کې د ۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د درسي توکو وېش بهیر پای ته ورسېد
د پکتیا ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي وايي:" د یوه همکار بنسټ په مرسته د ۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د زدهکوونکو لپاره د ٥٦٦٧ کڅوړو درسي وسایلو، د ښوونکو لپاره د. . .
د پوهنې وزارت په اسلامي زدهکړو معینیت کې د توضیحي غونډه ترسره شوه
د پوهنې وزارت اسلامي زدهکړو معینیت کارکوونکو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د وروستي فرمان په تړاو توضیحي غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د اسلامي زدهکړو معینیت د استعدادونو. . .
د پکتیکا ولایت د یوه ښوونځي لپاره د اوبو رسولو سیسټم نصب شو
د پکتیکا ولایت شخېلاباد ولسوالۍ اړوند کاکابابا لومړني ښوونځي لپاره د څه باندې ۲۵ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو سیسټم جوړ او نصب شو.
د ياد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل. . .
په سرپل ولایت د یوه ښوونځي له بېوزلو زدهکوونکو سره د قرطاسیې مرسته وشوه
د سرپل ولایت مرکز اړوند افرادي لېسې بېسرپرستو زدهکوونکو سره د سیمې یوه علم پرور شخص له لوري د ۵۴۰۰ ټوکه کتابچو او ۱۸۰۰ قلمونو مرسته وشوه.
پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بکخېل ولسوالۍ اړوند حضرت بلال رضیاللهعنه منځني ښوونځي د شپږو پخوانیو درسي خونو د ترمیم او درېیو نویو درسي خونو جوړولو چارې د سیمې د خلکو په ۶۰۰ زره افغانیو مالي مرسته. . .
