“د افغانستان له پوهنې څخه ملاتړ” د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره د پوهنې وزير د خبرو اصلي موخه
د پوهنې وزارت- واشنګټن: ډاكټر محمد ميرويس بلخي د پوهنې وزارت سرپرست امريكا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ كې د پوهنې په برخه كې د ملګرو ملتونو له خاص استازي ګردون براون سره وليدل په دې ليدنه كې د پوهنې وزير د افغانستان د ښوونې او روزنې په برخه كې د ملګرو ملتونو د مرستو او همكاريو په تړاو خبرې اترې وكړې.
ياده ليدنه چې د تعليم په تمه نه پاتې كيږي ECW ټولني د ارشدو مديرانو د مركزي سمينار په يوه څنډه كې ترسره شوه د پوهنې وزارت سرپرست ډاكټر محمد ميرويس بلخي د افغانستان د پوهنې پر وضعيت او د ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه كې د خدماتو د وړاندې كولو پر اړتياوو د نړيوالې ټولنې د مرستو او همكاريو پر دوام ټينګار وكړ.
د پوهنې سرپرست وزير د افغانستان د ۵۰ سلنه ښوونځيو څخه چې ودانۍ نلري هم يادونه وكړه او په دې برخه كې يې د ملګرو ملتونو په مرستو ټينګار وكړ.
په ښوونه او روزنه كې د ملګرو ملتونو خاص استازي ګردون براون او د انګلستان پخواني صداعظم په دې ليدنه كې د افغانستان د پوهنې پر وضعيت او په دې برخه كې شويو پرمختګونو ته په اشارې سره د ملګرو ملتونو لخوا د افغان ماشومانو د ښوونې او روزنې پر تقويت او په دې برخه كې د لازياتو مرستو ډاډ وركړ.
د يادونې وړ ده چې د هيواد د پوهنې سرپرست وزير ډاكټر محمد ميرويس بلخي ( د تعليم په تمه نه پاتې كيږي )ECW ټولنې په مركزي سمينار كې د ګډون، د نړۍ د پيژندل شويو او اكاډميكو څېرو سره د ليدو او په افغانستان كې د ښوونې او روزنې لپاره د مرستو د جلبولو په موخه د روان كال د وري د مياشتې په ۲۲ نېټه د امريكا متحده ايالاتو ته سفر كړى.
