له ښوونځي تر ارګه دزده کوونکو علمي سفر
دمیدان وردک ولایت دپوهنې ریاست اړوند ممتاز زده کوونکو دعلمي سفر څلورم پړاو چې دپوهنې وزارت څخه پيل او د افغانستان له ارګ څخه لیدنه وه پای ته ورسېدو، په یاد سفر کې ۳۵ تنو زده کوونکو( خویندو او وروڼو) برخه اخیستې وه. زده کوونکو ته دارګ بېلابېلې برخې (دسلام خانه قصر، دلکشا قصر، دساعت منار، حرم سرای، چهار چینار قصر، دارګ برجونه، دکابیني دغونډو تالار، دکنفرانسونو تالار، دارګ مسجد.....) او تاریخي اثار وښودل شول، همدارنګه دافغانستان دپاچاهانو انځورونه او دپاچاهیو په اړه یې مالومات ورکړل شول چې دزده کوونکو نظري زده کړې یې په عملي بدلې کړي.
