کندوز کې د څلورو ښوونځيو ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
پوهنې وزارت_ کندوز: د ښوونځيو په دغو ودانیو کې به د نجونو او هلکانو په شمول ۳۰ زره زده کوونکي لیک او لوست کوي.
د نوموړو ودانیو له ډلې یوه يې په حضرت امام صاحب ولسوالۍ او درې نور يې په کندوز ښار کې دي چې، څو میاشتې وړانډې یې د جوړېدو چارې پیل او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دې ودانیو کې یوه د بي بي اسیه متوسطه ښوونځي، د نسوان ورتبلاقي او کهندژ لېسو او د المؤمنات عالي دارالعلوم ودانۍ شاملې دي چې، په معیارونو برابرې او په ټولو اړتیا وړ وسایلو او امکاناتو سمبالې دي.
اوس مهال په کندوز کې له ۶۰ د ډېرو ښوونځیو د ودانیو جوړېدو او ځينو نورو بنسټیزو پروژو چارې روانې دي چې، په نږدې وخت کې به د یو شمېر نورو ښوونځيو ودانۍ هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کندوز والي عبدالجبار نعیمي، مسوولینو او مخورو خوښي وښوده چې کندوز کې د ابادۍ او په ځانګړي توګه لیک او لوست ته پاملرنه کیږي، ځکه په زده کړې سره کولای شو خپل وطن اباد او د پرمختګ پرلور ولاړ شو.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه "ولایتي اداره په ټول توان سره د خلکو غوښتنو ته لومړیتوب ورکوي، خو هیله مو دا ده چې ولس دې هم له موږ سره د سولې او ابادۍ په چارو کې پوره همکاري وکړي"
د یادونې وړ ده چې اوس مهال په کندوز کې په ۵۲۰ ښوونځيو کې له څلور سوه زره زیات هلکان او نجونې لیک لوست کوي.
