کندهار کي د لسم، یولسم او دولسم ټولګیو کلنۍ ازمویني پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۱۰:۹
کندهار کي د لسم، یولسم او دولسم ټولګیو کلنۍ ازمویني پیل شوې

د پوهنې وزارت_کندهار: د کرونا وبا د ناروغۍ له کبله د اوږدې رخصتۍ وروسته د ۱۳۹۸ - ۱۳۹۹ تعلیمي کال د لسم, یولسم او دولسم ټولګیو کلنۍ ازمویني پیل شوي.

د یادو ازموینو څخه د څار په موخه د کندهار د پوهني رییس پوهنیار محب احمد روښان په داسي حال کي چي د ښاري ښوونځيو امر مهاجرالله همراز او د ښاري ښوونځيو د نظارت آمر صدیق الله صداقت ورسره ملتیا کول لیدنه وکړه.

د لیدني پر مهال ښاغلي روښان د دولسم ټولګۍ د فارغه کیدونکو زده کوونکو څخه وغوښتل ترڅو لوړو زده کړو ته مخه کړي ترڅو له یو اړخه زده کړي بشپړه کړي له بل اړخه ټولني ته د خدمت مصدر وګرځي دغه راز یې د ښوونځيو آمرینو ته لارښوونه وکړه ترڅو د آزموینو رڼوالي ته خاصه پاملرنه وکړي .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS