کندهار ولایت کې ۳۹ ښوونځیو ته افتخاري ایوارډونه ورکړل شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۴:۲۶
کندهار ولایت کې ۳۹ ښوونځیو ته افتخاري ایوارډونه ورکړل شول

د بریتانیا هیواد د بریتش کونسل ادارې له لوري هر کال د نړۍ په کچه د افغانستان په ګډون د ۱۲۵ هیوادونو ترمینځ د پوهنیز بهیر د کیفیت د لوړولو په موخه د (ccco ) سکول له لارې انلاین رقابتي سیالۍ په لار اچول کیږي، چې افغانستان کې د کابل، هرات، کندهار او بلخ ځیني ښوونځیو په کې برخه لرله.

د دې پروګرام له لارې په ۲۰۱۹ کال کې د کندهار لس ښوونځیو او په ۲۰۲۰ کال کې ۲۱ ښوونځیو د ۷ تعلیمي پروژو په پلي کیدو سره لومړني مقامونه او ۸ ښوونځیو د درو پروژو په پلي کیدو سره دویم مقامونه خپل او ایوارډونه یې ترلاسه کړل.

هغه غونډه چي په همدې موخه د کندهار ولایت په زرغونې انا لېسې کې جوړه شوې وه، د کندهار والي الحاج روح الله خانزاده ترڅنګ، په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې ملالۍ اسحاقزۍ ، د ولایتي شورا رئیس حاجي سید جان خاکریزوال، د پوهنې رئیس پوهنیار محب احمد روښان , د ملکي ادارو رئیسانو، د پوهنې ریاست د برنامو امرینو د ښوونځیو امرینو، مدیرانو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.

د غونډې په پیل کې د کندهار د پوهنې رئيس پوهنیار محب احمد روښان د یادو ښوونځیو امرینو ته د دې لویې بریا مبارکي وویله او له هغو ښوونکو او زده کوونکو يې مننه وکړه چي په یاده برخه کې يې ستړیاوې ګاللي او هلې ځلې یې کړې دي.

ښاغلي روښان وویل: د پوهنې پرمختګ هله شونی دی چې ټولې ولایتي ادارې د یو بل ملاتړ وکړي او یو بل سره هراړخیزې همکارۍ ولري ، همداراز زموږ هڅه دا ده، چې په راتلونکو کلونو کې له بهرنیو هیوادونو او په ځانګړ ډول ترکیې هیواد سره خپلي اړیکې پراخې کړو، څو د دې ولایت ځوانانو ته په نړیواله کچه د زده کړو زمینه برابره شي.

وروسته د کندهار والي الحاج روح الله خانزاده وویل: د خوښۍ ځای دی، چي په معارف کي د بیلابیلو ستونزو، نیمګرتیاو او ننګونو سره سره، هم موږ لپاره دا ستر ویاړ دی، چي د کندهار ولایت ۳۹ ښوونځي په نړیوالو سیالیو کې جایزې ترلاسه کوي.

همداراز نوموړي زیاته کړه: د یاد ولایت د پوهنې د پرمختګ په برخه کې له مرکزي ادارې څخه د تشکیل اضافه کولو، امکاناتو ډېرولو، د ښوونکو او کتابونو د ډیرولو او یو شمېر نورو برخو کې به مرستې راجلبوي او خپل د یوه کال امتیازات به هغو ښوونکو ته ډالۍ کوي چې تر دې دمه یې افتخاري درس ورکړی.

همدا راز د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکریزوال او په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې ملالۍ اسحاقزۍ په خپلو ویناوو کې د پوهنې ریاست مشرتابه او په ځانګړي ډول د یادو ښوونځيو چارواکو ته د دې بریا مبارکې وویله او هیله یې څرګنده کړه، څو د کفیت د لوړولو په موخه لا هم کوټلي ګامونه پورته شي.

د غونډې په پای کې د ښوونځیو امرینو ته ایوارډونو او ډالۍ ورکړل شوې او په کندهار ولایت کي د برتیش کونسل استازو ته د هغوی له هڅو څخه د مننې په پار ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې له ۴۰۰ تنو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د تخار ولایت پوهنې ریاست، د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۴۰۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده‌کړو پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند په کتب‌خېل لیسه کې د زده‌کوونکو ۱۳۵ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې.
یاد مېزونه او څوکۍ د پوهنیزنظام د یو تن خواخوږي عبدالله مهمند په شخصي لګښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ په غوروچي سیمه کې د حضرت ابوبکر صدیق «رضي الله عنه» دارالحفاظ د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار له لوري کېښودل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS