کندهار ته د پوهنې وزارت د لوړ پوړي پلاوي سفر
د پوهنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي ډاکټر سید حمیدالله په مشرۍ یو پلاوی د کندهار ولایت د ښوونیز بهیر د څارنې او ارزونې په موخه دغه ولایت ته رسېدلی دی.
کندهار ته تللي پلاوي لومړی ددې ولایت د یو شمېر ښوونځيو ښوونیز بهیر له نژدې وڅاره او د ښوونکو او زده کوونکو ستونزې یې هم واورېدې. په دې لیدنه کې یو شمېر ښوونکو د معاشونو د کموالي، د معاشونو د ځنډ، د درسي کتابونو د کمښت، د ودانیو د کموالي او یو شمېر نورو برخو په اړه اړوندې ستونزې شریکې او د ژر حل غوښتونکي شول.
د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال له ښوونکو او زده کوونکو سره په خبرو کې یادونه وکړه، چې د تېرو کلونو په پرتله د کندهار د پوهنې وضعیت ښه پرمختګ کړی او ډاډ یې ورکړ، چې د دوی له لوري شریکې شوې ستونزې به د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې او د حل لارې چارې به ورته ولټوي.
یاد پلاوي د کندهار له سرپرست والي عبدالحنان منیب سره هم ولیدل او په دې ولایت کې د پوهنې د روان بهیر د پرمختګونو او شته ستونزو او ننګونو په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.
د پوهنې وزارت مالي مرستیال ښاغلي سید حمیدالله سرپرست والي ته د خپل سفر په اړه وویل، چې دې ولایت ته یې د راتګ موخه د ښوونې او روزنې د روان بهیر هر اړخیزه ارزونه او ستونزو او مشکلاتو ته د حل لارې چارې لټول دي.
سرپرست والي هم له یاد پلاوي سره په لیدنه کې د کندهار د پوهنې روان وضعیت وستایه او یادونه یې وکړه، چې د هر کال په تېرېدو ددې ولایت ښوونیز بهیر د پام وړ پرمختګ کوي. هغه له ورغلي پلاوي سره ځینې ستونزې هم شریکې کړې او ترې ویې غوښتل، چې د اقراء پروګرام له لارې د جوړېدونکو ښوونځيو په برخه کې بشپړ توازن رامنځ ته او په یاد پروګرام کې ددې ولایت سهم ډېر کړي.
د پوهنې وزارت د مرستیال له لوري د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړل شو او ویې ویل، چې ستونزې به یې تر مشرتابه رسوي او د حل لپاره به یې له هرې ممکنې لارې کار واخلي.
د یادولو وړ ده، چې له ښاغلي سید حمیدالله سره په دې سفر کې د مالي او اداري چارو سرپرست رییس نجیب الله واحدي، د بدني روزنې او روغتیا رییس محمد اکبر عمرخېل، د زیربینا رییس انجنیر عبدالمتین راد، د سهیل لویدیځي حوزې د روغتیا رییس ډاکټر ضیاالرحمان نورزی او یو شمېر نور مسوولین ملتیا کوي.
