کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو کې د زدکونکو د فراغت په ویاړ شانداره غونډی وشوی.
په تېرو دوه لسیزو کې دا لومړې ځل دی چې د اشغال د پای او د اسلامي امارت د بریا او ستری فتحی را وروسته د تګاب ولسوالۍ د شهید غازي عثمان خان, شهید پاینده محمدخان, شهید قدرت الله, شهید امان الله او نورو عالي لیسو کې د ازموینو د بریالي پای ته رسېدو سره سم د پوهنې سیمه ایزو چارواکو, ديني پوهانو, زدکونکو او د زدکونکو د اولیاو په ګډون د پوهنې امریت په همغږئ د فراغت شانداره غونډې وشوی.
د پوهنې آمر مولوي حبیب الرحمن"حنیف" د غوونډو ګډونوالو ته عالمانه وینا وکړه او فارغانو ته د مبارکئ ترڅنګ د لا ډېرو او لوړو زدکړو د کولو سپارښتنی وکړی.
د پوهنې آمر د فارغانو د اولیاو څخه هم مننه وکړه چې خپلو ځامنو ته یې د زدکړو اسانتیا برابره کړي او د هغوی د ښه راتلونکي په موخه د ښوونیزو بنسټونو سره مرسته کوي.
