کابل ښار کې د یو ښوونځي ودانی ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۴ - ۱۰:۴
کابل ښار کې د یو ښوونځي ودانی ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پوهنې وزارت، کابل: د کابل ښار اړوند د اتمې تعلیمي حوزې اړوند د شهید عبدالصبور فرید د ښوونځي نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کابل ښار د پوهنې رییس ډاکتر احمد ضمیر ګوارا او د پوهنې وزارت د یوشمیر مسوولینو لخوا په داسې حال کې چې د فاطمې د خیریه بنسټ رئیسه، قومي مشرانو او استادانو ګډون درلود پرانیستل شوه.

یاده ودانی په پاخه او اساسي ډول د فاطمې خیریه بنسټ په مرسته جوړه شوي، چې ۶ درسي ټولګي، میز او څوکۍ او نورې اړینې آسانتیاوي لري، چې د دغه ودانۍ جوړېدو سره زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شو.

د کابل ښار د پوهنې رییس احمد ضمیر گوارا د ښوونځي له جوړېدو خوښي وښوده او د فاطمې د خیریه بنسټ رئیسې او همکارانو څخه یې د ښوونځي د جوړیدو له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د اړونده ښوونځي او نورو ښوونځیو د ستونزو د حل په موخه د اړونده ادارو په همکاری او د وزارت د رهبرۍ سره په همغږۍ جدي هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۷
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو د روزنیزو اړتیاوو معلومولو برنامه جوړه شوه

د ملکي خدمتونو انسټیټوت ریاست له لوري، د پوهنې وزارت د تشکیلاتو ریاست سره په همغږۍ، د مسوولینو، علمي شخصیتونو او قدرمنو منسوبینو په حضور کې، د دغه وزارت د دویم تر شپږم بستونو اړوند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۴
Background image

د ختیځ زون اړوند مدارسو او دارالحفاظونو له علماءکرامو او مهتممینو سره د پوهنې وزارت د مشرتابه مشورتي غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د ختیځ زون له علماءکرامو او د مدارسو له مهتممینو سره په یوه مشورتي غونډه کې وکتل.
په دې ناسته کې د پوهنې وزارت د اسلامي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۳۹
Background image

په هرات کې له یوه ښوونځي سره د ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت مرسته شوې

د مکتب ساز خیریه بنسټ د شاوخوا ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د هرات ولایت مرکز اړوند له حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې سره د ښوونیزو او برېښنايي وسایلو مرسته کړې ده.
په دې مرسته کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS