ځاځي آریوب کې یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي
پوهنې وزارت ـ پکتیا: د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ د هاشم خیل نجونو ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د یو لړمراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
د پکتیا د پوهنې رییس استاد کوچی ځاځي وایي، یاده ودانۍ به په دوو پوړنو کې په پاخه او اساسي ډول د پوهنې وزارت له پرمختیایي بودیجې څخه د شاوخوا دولس نیم میلیونه افغانیوپه لګښت جوړیزي، چي۱۰ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، د احاطې دېوال او نورې اړوندې اسانتیاوې به ولري.
د پوهنې رییس اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د پوهنې ریاست په دې لټه کې دی تر څو په متوازن ډول ددې سیمې ښوونیزې برخې ته پام وکړي او هڅې دادي، چې ټول ماشومان په ځانکړي ډول نجونې با کیفیته زده کړو ته لاسرسي ومومي.
د پوهنې رییس دغه راز د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د ودانۍ د ساتلو ترڅنګ خپل اولادونه د یوې ښې راتلونکې لپاره ښوونځیو ته ولېږي.
