پکتیکا ولایت کې د ۲۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دینې مدرسې بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۶:۸
256

د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ د نخل دیني مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره د ۲۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.

یاد مراسم د پکتیکا د مرستیال والي محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت په مشرۍ ترسره شول او د پوهنې، کلیو پراختیا، سرحدونو او قبایلو چارو رئیسانو، د برمل ولسوالۍ چارواکو، دیني علماءکرامو، قومي مشرانو، ښوونکو، ځوانانو او د ځایي خلکو استازو پکې ګډون درلود.

د یاد ولایت مرستیال والي وویل چې دغه مدرسه به د سیمې د دیني او علمي اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي او په پایله کې به یې د زرګونو ځوانانو لپاره د زده‌کړې خوندي فرصت برابر شي.

د پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد هم ټینګار وکړ چې د دې مدرسې جوړول نه یوازې د برمل ولسوالۍ لپاره، بلکې د ټول پکتیکا ولایت لپاره یو مهم علمي او دیني پرمختګ دی.

د یادونې وړ ده چې همدغه مدرسه به په ۱۱ جرېبه ځمکه کې جوړه شي او یو لوی جومات، دارالحدیث، دارالحفاظ، تدریسي بلاکونه، د طلابو لپاره لیلیه او د استادانو لپاره اړینې خونې به پکې شاملې وي.

په دې وروستیو کې، د یادې ولسوالۍ یو شمېر علما‌ءکرامو او اوسېدونکو د خپلو ماشومانو تعلیم ته د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې څخه خوښي څرګنده او د وزارت د پروګرامونو د پلي کولو لپاره یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر کې له راستنېدونکو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده‌کړې کچې معلومولو په موخه له ۵۶ تنوڅخه ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې ګډونوال به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت پلاوي په بدخشان کې د څارنې او ارزونې له بهیر څخه کتنه وکړه

د پوهنې وزارت د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د کیفیت تضمین معینیت پلاوي په ملتیا د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو د بهیر ارزونې، شته ستونزو معلومولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو د څو خبرونو لنډیز

سمنګان
د سمنګان ولایت مرکز اړوند ایبک لېسې سره د سیمې خلکو لخوا ۵۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

ننګرهار
د پوهنې‌دوستو کسانو لخوا د شینواري ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د ۸۰ زره افغانیو په لګښت. . .

BACK TO NEWS