پکتیکا ولایت کې د دیني مدارسو اداري مسوولینو لپاره د وړتيا لوړونې روزنیزه برنامه جوړه شوه
د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل: "د اداري چارو کیفیت لوړولو په موخه، د ياد ولایت د ډیله او مټاخان ولسوالیو دیني مدارسو اړوندو ۵۳ تنو اداري مسوولینو لپاره د مسلکي ظرفیت لوړونې یو ورځنۍ روزنیزه برنامه ترسره شوه.
په دغه پروګرام کې ګډونوالو ته د اداري چارو او پلانجوړونې اړوند موضوعات تشرېح شول.
