پکتیا کې د ۴۶،۵ میلیونو افغانیو په ارزښت څلور پوړیزه لیلیې وداني ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۱۳:۵۸
افتتاح تعمیر لیلیه در محوطه لیسه غازی ببرک خان څدران ولایت پکتیا

د پوهنې وزات، پکتیا: د پکتیا ولایت د ګردیز ښار اړوند د غازي ببرک ځدراڼ عالي لېسې په انګړ کې دزده کوونکو لپاره څلور پوړیزه ودانۍ جوړه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پکتیا والي محمدحلیم فدایي، د ولایتي شورا ریس عبدالمالک مجاهد ځاځي، د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي، د ګڼو بېلابېلو ادارو رییسانو، قومي مشرانو او ځوانانو له خوا د پټۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه د پکتیا والي محمد حلیم فدایي په خپلو خبرو کې د یادې ودانۍ جوړونه یوه لویه لاسته راوړنه یاده کړه او زیاته یې کړه: په علم کې درې مهم اساسات دې. علم زده کول او تر نورو یې رسول، سالم فکر روزل او پر علم عمل کول دي کله چې موږ او تاسو د علم په برخه کې دا دري اساسات په سمه توګه ترلاسه کړل نو د ټولنې اوسنۍ شته ناخوالې به په خپله حل شي.

دغه راز ښاغلي والي په خپلو خبرو کې د ستر غازي ببرک خان ځدراڼ پر ژوند او د هغه په کارنامو هم خبرې وکړې او ياد غازي یې د هېواد په خپلواکۍ اخيستلو کې د تاريخ ځلانده ستوری ياد کړ.

همداشان د پکتیا د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي د جوړو شویو مراسمو ګډونوالو ته په خبرو کې وویل: د خوښۍ ځای دا دی، چې نن ورځ مونږ یو ځل بیا په دې و توانېدو چې د ستر غازي ببرک خان ځدراڼ په عالي لیسه کې یو بل د انسان روزنې او انسان پېژندنې ګلبڼ جوړ کړو او دغه هیله نه یواځې ما بلکې د هر پکتیاوال د زړه ارمان ؤ. پوهنې ریس زیاته کړه: د ښوونځیو جوړولو څخه زمونږ موخه په خپلو ولسونو احسان کول نه دي، بلکې دا مونږ د یو مسؤلیت له مخې د ځان فرض ګڼو.

یاده څلور پوړیزه ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په څلورو پوړونو کې د پوهنې وزارت له پرمختیایی بودجې څخه د ۴۶،۵ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت جوړه شوي، چې ټولې (۷۲) خونې او نورې اړینې اسانتیاوې لري، چې د ۲۸۸ تنو زده کوونکو ګنجایش لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۷
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو د روزنیزو اړتیاوو معلومولو برنامه جوړه شوه

د ملکي خدمتونو انسټیټوت ریاست له لوري، د پوهنې وزارت د تشکیلاتو ریاست سره په همغږۍ، د مسوولینو، علمي شخصیتونو او قدرمنو منسوبینو په حضور کې، د دغه وزارت د دویم تر شپږم بستونو اړوند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۴
Background image

د ختیځ زون اړوند مدارسو او دارالحفاظونو له علماءکرامو او مهتممینو سره د پوهنې وزارت د مشرتابه مشورتي غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د ختیځ زون له علماءکرامو او د مدارسو له مهتممینو سره په یوه مشورتي غونډه کې وکتل.
په دې ناسته کې د پوهنې وزارت د اسلامي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۳۹
Background image

په هرات کې له یوه ښوونځي سره د ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت مرسته شوې

د مکتب ساز خیریه بنسټ د شاوخوا ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د هرات ولایت مرکز اړوند له حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې سره د ښوونیزو او برېښنايي وسایلو مرسته کړې ده.
په دې مرسته کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS