پکتیا کې د۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت یو منځني ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۷ - ۹:۴۰
moe

د پکتیا  ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د سپاهي خیلو منځني ښوونځي د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې  دپوهنې رییس ، قومي مشرانو او شمیر نورو چارواکو په ګډون دیو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

د پکتیا د پوهنې رییس کوچي ځاځي په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د ښوونځي له جوړېدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې په دې ولایت کې به د ښوونیز نظام د ودې او پیاوړتیا لپاره جدي هلې ځلې وکړي. 

د یاد ولایت د پوهنې رییس په وینا، چې یاد ښوونځي ته په پاخه او اساسي ډول نوې ودانۍ چې ۱۷ میلیونه افغاني لګښت پرې راځي جوړېږي، چې ۱۰ درسي ټولګي، دوي اداري خونې، احاطوي دېوال، د ابو څښلو څاه، عصري تشنابونه او نورې اړوندې ټولې اسانتیاوې به ولري

ددې ودانۍ له جوړېدو سره به زرو تنو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي تدریسي چاپېریال برابرېږي. 

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS