پکتیا ولایت کې پوهنې ته څه د پاسه ۲ جرېبه ځمکه وقف شوه
د تعلیمي چاپېریال لاپراختیا په موخه، د پکتیا ولایت مرکز اړوندو اوسېدونکو لخوا، په ګردیز ښار کې د ابراهیم خېلو عالي لېسې ته ۲.۶ جرېبه ځمکه وقف شوه او د هغې اسناد په رسمي ډول د یاد ولایت پوهنې ریاست ته وسپارل شول.
د پوهنې وزارت مشرتابه، د ښوونیز نظام لاپیاوړتیا برخه کې د هېواد والو په ځانګړې توګه د پکتیا ولایت د خلکو له مادي او معنوي ملاتړ ستاینه کوي او د تعلیمي مرکزونو له مسئولینو او زدهکوونکو غواړي، تر څو د عامه شتمنیو ساتلو او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.
