پکتیا ولایت کې د ۱۳ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۱:۳۶
لبا

د پکتیا ولایت سید کرم ولسوالۍ اړوند په عثمان خیلو سیمه کې د یو باب دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د ۱۳ مېلیونه افغانیو په لګښت د یادې ولسوالۍ د عامو خلکو مالي ملاتړ سره په ۳ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د مالیې وزیر ملا محمد ناصر آخند، چارواکو، د پوهنې ریاست مسئولینو، دیني علماءکرامو او د خلکو استازو ګډون درلود.
چارواکو په خپلو ویناوو کې د مدارسو جوړول د اسلامي ارزښتونو ساتنې، د هېواد بچیانو په اسلامي روحیې سره د زده‌کړې او پوهنیز نظام لاپیاوړتیا لپاره خورا اغېزناک وبلل او له خلکو وغوښتل چې د تعلیمي مرکزونو په پراختیا او جوړولو کې له پوهنې وزارت سره هراړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې بنسټ ډبره کېښودل شوه

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند د حاجي ګلون کلي په سیمه کې د "یوسفيه" دیني مدرسې بنسټ ډبره د پوهنې مسئولینو په حضور کې کیښودل شوه.
یاده مدرسه د یو معارف‌دوست شخص په لګښت، په هغه نیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې د څو خبرونو لنډيز

پکتيا
د پکتیا ولایت شیخ‌آباد ولسوالۍ د منبع‌العلوم ديني مدرسې لپاره د تشنابونو او اوبو رسولو سیسټم چارې د همدې مدرسې د مسئولینو لخوا د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.

بامیان
د بامیان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د پکتیکا ولایت ۱۴ ولسوالیو ته تعلیمي مواد توزېع شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ۴۲ ډوله اداري او تعلیمي مواد، چې لګښت یې ۵ مېلیون افغانۍ دی، د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو او د ۱۴ ولسوالیو آمریتونو ته ووېشل.
یاد مواد چې پکې قرطاسیه، مېزونه،. . .

BACK TO NEWS