پکتیا ولایت کې د یو ښوونځي لپاره د ۱۱ بابه نویو درسي خونو جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پکتیا ولایت پوهنې ریاست مسئولینو لخوا، د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند پټان مرکزي لېسې لپاره د ۱۱ بابه نویو درسي ټولګیو د رغولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
پورته ذکر شوي ټولګي د ملي سوداګرو او د دغه ښوونځي د فارغانو په مرسته، د ۶۰۰ زره افغانیو څخه په زیات لګښت سره جوړېږي؛ چې په پایله کې به یې د زده کونکو لپاره مناسب او معیاري ښوونیز چاپېریال رامنځته شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېوادوالو، په ځانګړې توګه د پکتیا ولایت علم پروره خلکو، له مادي او معنوي مرستو قدرداني کوي.