پکتیا ولایت کې د یوه لومړني ښوونځي د ودانۍ جوړلو چارې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۴:۲۱
زرذ

د پکتيا ولايت سيد کرم ولسوالۍ کې د "بوکر" د لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې پکې د پوهنې رئيس او مشرتابه، ديني علماوو او مشرانو ګډون درلود، کېښودل شوه.
د یاد ښوونځي ودانۍ ۶ درسي خونې له نورو له اړینو ملحقاتو سره لري او ټولیز لګښت ۲ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د پکتیا ولایت د حداد فرهاد فرهنګي بنسټ له لوري ورکول کېږي.
د پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد او د يادې ولسوالۍ يو شمېر مشرانو په خپلو خبرو کې، د دغه فرهنګي بنسټ له مسئولينو څخه د مننې ترڅنګ وويل، د ښوونيزو بنسټونو جوړول له ټولنې څخه د ناخوالو په له منځه وړلو او د يوې اغېزمنې ټولنې په رامنځته کولو کې د پام وړ نقش لري او دا د صدقه جاریه اعمالو څخه ګڼل کېږي.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي خوښ دي، چې د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به د دوی د ماشومانو د درسي ټولګیو د نشتوالي ستونزه هواره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS