پکتیا ولایت کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه
د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ د ښاري لېسې لپاره د ۸ درسي خونو بنسټ ډبره، د ۱ میلیون او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت سره کېښودل شوه.
په دې مراسمو کې د یاد ولایت پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، د ښوونځي د تعلیمي شورا غړو او د سیمې د خلکو استازو ګډون درلود.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د زرمت ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سیمې د خلکو په همکارۍ د مدارسو او ښوونځیو لپاره د درسي خونو جوړولو چارې ترسره شوې دي.
