پکتیا ولایت کې به د پوهنې برخې ټول کار کوونکو ته د کرونا وایروس واکسین ولګول شي

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۱۳:۳۵
پکتیا ولایت کې به د پوهنې برخې ټول کار کوونکو ته د کرونا وایروس واکسین ولګول شي

د پوهنې وزارت، پکتیا: د پکتیا ولایت پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي د پوهنې ریاست له یو شمېر غړو سره یو ځای له کرونا وایروس څخه د خوندیتوب په موخه واکسین ولګوو.

پوهنې رئیس د واکسین لګولو پر مهال وویل: موږ تېر ښوونیز کال‌کې د کرونا وایروس له امله ګڼې ستونزې وګاللې او همدا لامل و، چې تر اوږده ځنډه پورې مو ښوونځي د یاد وایروس څخه د مخنیوي په موخه تړلي و.

پوهنې رئیس زیاته کړه: دا چې له نیکمرغه د نورې نړۍ په څېر اوس زموږ هیواد ته هم د یاد وایروس واکسین را رسېدلی دی، نو اړینه ده، چې هر وګړ د خپل ځان او نورو وګړو، د خوندیتوب په موخه واکسین وکړي او په دې برخه کې خپل انساني رسالت پرځای کړي.

پوهنې رئیس د پوهنې برخې ټولو کار کوونکو ته د واکسین لګول اړین وبلل او یاده چاره یې د کرونا وایروس پر وړاندې د تعلیمي بنسټونو د خوندیتوب لپاره ګټور وګڼله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې له ۴۰۰ تنو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د تخار ولایت پوهنې ریاست، د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۴۰۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده‌کړو پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند په کتب‌خېل لیسه کې د زده‌کوونکو ۱۳۵ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې.
یاد مېزونه او څوکۍ د پوهنیزنظام د یو تن خواخوږي عبدالله مهمند په شخصي لګښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ په غوروچي سیمه کې د حضرت ابوبکر صدیق «رضي الله عنه» دارالحفاظ د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار له لوري کېښودل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS