پکتیاکې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۹ - ۱۳:۴۹
پکتیاکې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

د پکتیا ولایت د احمد ابا اړوند د رمک کلا ښوونڅي نوي ودانۍ د جوړېدو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوه.

د پکتیا د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي د یادې ښوونځي د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې ټینګار وکړ، چې ددې ولایت ټولو زده کوونکو ته به د باکیفیته او متوازنو زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي .
ښاغلي ځاځي زیاته کړه، سږ کال به ۲۴ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي چې په دې سره به د ودانیو د کمښت ستونزه یو څه کمه شي، چې د همدې هلو ځلو په ترڅ کې نن د احمد ابا په سیمه کې د یو ښوونځي د بنسټ ډبر کېښوده، چې د ښوونځي نوې ودانۍ به ۱۲ درسي ټولګي ، داحاطې دیوار، د اوبو څښلو څاه، او نورې اړوندې ټولې ښوونيزې آسانتیاوې ولري.

نوموړي همداراز وویل چې مونږ په دې لټه کې یو چې په متوازن ډول د ټولې پکتیا په کچه ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړو تر څو زمونږ زده کوونکي په مصؤن چاپیریال کې خپلې زده کړې پر مخ یوسي. 
ښاغلي ځاځي له یادو مشرانو وغوښتل، چې د ښوونیزو مرکزونو ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د یوې ښې راتلونکې په موخه خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS