پوهنې په برخه کې د عامو ولسونو مرستې دوام لري

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۵
kj
میدان وردګ:
د میدان وردګ ولایت جغتو ولسوالۍ اوسېدونکو د ۱۴۷۳۲۰ افغانیو په لګښت، د سرور کائنات (صلی الله علیه وسلم) او بیدمشک خدای نظرخان ښوونځیو د لمریزې برېښنا او اوبو رسولو سیسټمونه فعال کړل.
کابل ښار:
د کابل ښار یو تن علم پروره اوسېدونکي د ۱۰۸ زره افغانیو په لګښت، د امیرشیرعلي خان منځني ښوونځي لپاره د اوبو یو حلقه څاه وکینده.
هلمند:
یو مرستندویه بنسټ د هلمند ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو د لومړي تر درېیمو ټولګو اړوند ۷۶۰۰۰ تنو زده کوونکو سره د ښوونیزو توکو مرسته وکړه.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۳۱
Background image

په ننگرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

د یو همکار بنسټ لخوا په ننګرهار ولایت کې «د ښوونې او روزنې مؤثره ودې » تر سرلیک لاندې درې ورځنی تعلیمي ورکشاپ پیل شو.
په یاد ورکشاپ کې د همدغه ولایت د شپږو ولسوالیو ۱۲۶ تنه مدیران او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۲۶
Background image

د غزني ولایت په خواجه‌عمري ولسوالۍ کې د محمدیه دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت په خواجه‌عمري ولسوالۍ کې د محمدیه دیني مدرسې نوې ودانۍ چې د جوړولو کارونه یې څو میاشتې مخکې د یو خیریه بنسټ په همکارۍ پیل شوي وو، اوس بشپړ او د پوهنې مسئولینو، علما‌‌ءکرامو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

BACK TO NEWS