پوهنې وزیر ډاکتر بلخي معلوماتو ته د لاسرسي کمسیون رئیس سره وکتل
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي معلوماتو ته د لاسرسي کمسیون رئیس عین الدین بهادري سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
دا لیدنه چې پوهنې وزارت کې تر سره شوه؛ دواړو لورو په مرکز او ولایتونو کې د معلوماتو رسونې مرکزونو پیاوړي کولو، د ښه حکومتولی او د ځواب ورکولو روڼتیا په اړه خبرې اترې وکړې.
ډاکتر بلخي د دې مطلب په ویلو سره چې د پوهنې وزارت یوه موخه د خلکو تر منځ باور جوړول دي، ښاغلي بلخي وویل چې په مرکز او ولایتونو کې د معلوماتو رسونې مرکزونه پیاوړي کول، د معلوماتو ډیجیټل کول او د پوهاوي پروګرامونو په جوړولو کې پوهنې وزارت سره معلوماتو ته د لاسرسې کمسیون له همکاري هرکلۍکوو.
معلوماتو ته د لاسرسي کمسیون رئیس عین الدین بهادري هم پدې لیدنه کې پوهنې وزارت سره په همکاري خوښي وښوده، او د معلوماتو رسولو مرکزونه معیاري کول،د ولایتي معلوماتو رسولو مرکزونه پیاوړي کول،د پوهاوي پروګرامونو او د معلوماتو ډیجیټل کولو په برخه کې پوهنې وزارت سره د همکاري پیاوړتیا یو ښه ګام یاد کړ.
