پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د کوچیانو له یو شمیر ځوانانو سره لیدنه وکړه
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د کوچیانو له یو شمیر ځوانانو سره ولیدل او د کوچیانو ښوونې او روزنې په برخه کي د شته ستونزو د حل ژمنه وکړه.
دا لیدنه چي نن د چنګاښ ۲۴ مه پوهنې وزارت کي تر سره شوه؛ پوهنې وزیر ډاکتر بلخي دکوچیانو ښوونې او روزنې خدمتونو ښه والي لپاره يي له نويو پروګرامونو څخه خبر ورکړ.
پوهنې وزارت د کوچیانو لپاره د ګرځنده ښوونیزو ټولګیو جوړیدل یو له دي کړنو څخه یاد کړ.
په دي لیدنه کي کوچیانو ځوانانو خپلي ستونزي د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکي کړي او د کوچیانو ښوونې او روزني ښه والي لپاره يې د پوهنې وزارت له پروګرامونه څخه مننه وکړه.
