پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د کابل ښار پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۶ - ۱۷:۲۸
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د کابل ښار پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د مدیریتي میکانیزم ښه والي او زیانمنو برخو پیژندنې په موخه د یاد وزارت له مختلفو برخو څخه د لیدنو په ترڅ کې دا ځل په ناڅاپي ډول د کابل ښار پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې پوهنې وزیر د کابل ښار پوهنې ریاست له مختلفو برخو لکه تدریسي معاونیت، نظارت، شهادتنامو، معلوماتي تکنالوژي او د مراجعینو څواب ویلو او لارښوونې برخو څخه لیدنه وکړه.
ډاکتر بلخي په ناڅاپي ډول د کابل ښار پوهنې ریاست مراجعینو مینځ کې حاضر او له نژدې يې د خلکو کارو ته د رسیدنې چارې او د یاد ریاست کارکونکو د کار څرنګوالي په موخه څارنه وکړه او د مخکیني لیدنې په پرتله يې راغلي اصلاحات وڅيړل.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د خلکو سره د خبرو وروسته د مراجعینو چارو ته د ښه رسیدو په موخه د کابل ښار پوهنې ریاست کارکونکو ته لازم هدایتونه ورکړل.
د پوهنې وزارت مشرتابه د اصلاحاتو راوړلو، د مدیریت ښه والي او پراختیا او د شفافه او ځواب ویونکي سیستم قوي کولو په موخه به د یاد وزارت له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS